په ښځو کې د نس درد؛ د زړه د ناروغۍ لامل کېدای شي. ډاکټر سوزان شتاینباوم وایي، ډېری هغه ښځې چې د زړه پر ناروغۍ اخته وي، د سینې په قفس کې نه، بلکې په نس کې درد احساسوي. همدا راز د زړه پر ناروغۍ اخته ښځې ډېر کله په ژامو او غاړه کې هم دردونه احساسوي. که مېرمنې پوه شي چې د نس درد یې د میاشتنۍ ناروغۍ او یا هم په کولمو کې نه دی او ناڅاپي ورته پیدا شوی، هرو مرو دې ډاکټر ته د معاينې لپاره ورشي.
د لاسونو او پښو ویده کېدل، کرختېدل، یخېدل او ور سره درد، د دې نښه ده چې د بدن دې برخې ته په سم ډول اکسېجن نه رسېږي. د وخت په تېرېدو سره، دې برخو ته د اکسېجن نه رسېدل اعصابو ته زیان رسوي. په اصل کې په لاسونو او پښو کې چې تاسو هر ډول حس لری، د اعصابو له سلامتیا سره اړیکه لري. که پوه شی چې د لاسونو او پښو کرختي مو کومه بله توجیه نه لري، نو پوه شی چې ستونزه مو په زړه کې ده.