د نیویارک په هیل لنوکس روغتون کې د ښځو د زړه د سلامتیا د موسسې ريیس او د نړیوالې تغذیې د ټولنې بنسټ اېښودونکی ډاکټر سوزان شتاینباوم وایي، د زړه ناروغۍ په ټوله کې د رګونو د تنګوالي له کبله منځ ته راځي، خو دا چې زړه له څلورو برخو جوړ شوی، نو ناروغۍ یې هم په بېل بېل ډول د هرې برخې اړوندې کېدای شي. ایا تر اوسه مو زړه لړزه او یا هم ټکان کړی؟ که یې ناڅاپه ټکان کړی وي مانا یې دا ده چې یا وېرېدلي یاستی او یا مو هم زړه په ضربان کې له ستونزې سره مخ شوی دی. دغه څه په ډېرې اسانۍ سره حس کېدای شي. ډاکټر سوزان شتاینباوم وایي، ډېری مراجعین يې وایي، له خوب وروسته له دغه ډول پېښې سره مخ کېږي او ډېر دوام هم نه کوي. دغه پېښې د کافین د زیاتو کارولو، په بدن کې د اوبو د کمښت او یا هم سټرېس له کبله وي. خو که دغه څه له دريو دقیقو ډېر دوام وکړي او پاس ذکر شوي شیان یې هم لامل نه وي، نو ښه ده چې له ډاکټر سره مشوره وشي.