که تاسې د یوه پیاوړي ایمان خاوندان وی، نو نیوکه کوونکو ته مو ووایئ: «ستاسې تایید یا انکار زما لپاره بې ګټې دی. دا په ژوند کې د پیاوړتیا یوه لاره ده».
دې کسانو ته ووایاست: «زه پوهېږم چې څه ډول یو څوک یم، تاسې نه شی کولای په ژوند کې مې کوم بدلون راولی. کېدای شي ومې هڅوی یا هم چليپا راباندې کش کړی، خو په دواړو حالتونو کې به زه د خپل تاج ساتنه کوم».
خلک په ټوله کې انګېزه ورکوونکي دي. کېدای شي یوه شېبه مو وهڅوي او بله شېبه مو نقد یا رد کړي. که وغواړی چې پر سر مو د خپل افتخار تاج وساتی، بیا یې نو په هر حالت کې ساتلی شی. کېدای شي د خلکو خوښ شی یا یې بد و اېسی، کېدای شي باور در باندې ولري او یا یې ونه لري؛ خو تاسې کولای شی د ټول ژوند لپاره دغه تاج پر خپل سر وساتی. تاسې د هېچا تایید او هڅونې ته اړتیا نه لری، ځکه ستاسې پيدایښت خدای پاک تایید کړی او همدا ستاسې لپاره کاپي دی.