تازه مېوه خپل بېل خوند او رنګ لري؛ خو د جام جم ورځپاڼه چې کار کوونکو یې د وچې مېوې په اړه کومې څېړنې کړې، لیکي، وچه مېوه د هډوکو د سلامتیا او قوت لپاره ګټوره ده.
د وچې مېوې په دې ډله کې آلو بخارا هم راځي؛ آلو بخارا د هاضمې سيسټم لپاره ګټوره ده او په زیاته کچه مغذي مواد لري چې د هډوکو په پیاوړتیا کې مهمه ونډه درلودلی شي.
اوس څېړنو ښودلې، آلو بخارا چې وچ شوي الو دي، په زیاته کچه انتي اکسیدان لري. دوی په آلو بخارا کې شته انتي اکسیدان د (بلوبري) له انتي اکسیدانو سره پرتله کوي او وایي چې په دې دواړو کې په یوه اندازه شتون لري.
آلو بخارا د دې ټولو سرچینه بلل کېږي؛ د معدني موادو د شتون کچه په کې تر بلې هرې مېوې او سبزۍ زیاته ده او کولی شي چي په هډوکو کې د معدني موادو حجم زیات کړي.
په آلو بخارا کې د ويټامین سي شتون د دې لامل کېږي چې له نورو خوراکي توکو څخه بدن په اسانۍ سره اوسپنه جذب کړي. هغه فیبر چې په آلو بخارا کې دي، کولی شي چي په وینه کې د کلسټرولو اندازه کنټرول کړي او د بدن د سلامتۍ لامل وګرځي.