له دې وروسته هم که په ستونزو کې را ګیر شوی او د حل لار نه ورته وینی، د دې پر ځای چې ناهیلي شی او یو ځل بیا په منفي فکرونو کې را بند شی، خپل تېر ته مو پام وکړئ. در په یاد کړئ چې خدای پاک څه ډول له ناروغیو وژغورلی او روغتیا یې درکړه. په دې اړه فکر وکړئ چې ډاکټرانو به درته ویل، تاسې به هېڅکله د اولاد څښتن نه شی، خدای پاک په خپله مهربانۍ اولادونه درکړل. در په یاد کړئ چې څه ډول خدای پاک له هغو ستونزو را بهر کړی، چې تاسې یې هېڅ د حل لار نه لیده.
کله چې تاسې په دې اړه فکر کوی چې خدای پاک وساتلی، پرمختګ مو وکړ، نو ایمان او باور مو قوي کېږي او زړه ته مو رحم لوېږي. د دې پر ځای چې فکر وکړی:
زه به هېڅکله بریا ته ونه رسېږم او له ستونزو به خلاص نه شم، کولای شی په پوره باور ووایاست: خدای پاک یو ځل له ما سره داسې مرسته کړې ده، ډاډه یم چې بیا بیا به یې را سره وکړي. د ستونزو په اړه فکر مه کوئ، بلکې حللاره ورته ولټوئ. خدای پاک (ج) تاسې له یوې بریا څخه بلې ته رسوي.