د تازه تر سره شوې څېړنې له مخې، هغه کسان چې عمرونه یې له ۶۰ کلنۍ پورته دي، کولای شي په اونۍ کې د یو ساعت لپاره د یوې ورځې په تمرین کولو د زړه حملې او فلج ګواښ له منځه یوسي. هغه کسان چې په اونۍ کې دری یا څلور ورځې تمرین کوي، د هغو په پرتله چې نه یې کوي، د زړه ناروغیو ۱۱سلنه مخه نیولای شي. دې څېړنې په اونۍ کې یوازې د یو ساعت لپاره د عام تمرین، تګ یا منډې په واسطه په روغتیا کې د مناسب بدلون ښودنه کړې، خو دوی زیاتوي چې که تمرین په اونۍ کې یوازې دوه وارې تر سره شي هم د زړه ناروغۍ پنځه سلنه مخنیوی کوي. دې څېړنې چې له یو میلیون زیات کسان په کې شامل شوي موندلې، هغو کسانو چې په اونۍ کې یې پنځه ورځې تمرین کاوه، خو وروسته یې پرېښی، په دوی کې د زړه ناروغۍ ګواښ ۲۷سلنه زیات شوی دی. په څېړنه کې له پوهانو او ډاکټرانو څخه غوښتل شوي څو هغو کسانو ته چې عمرونه یې زیات دي، د زړه ناروغۍ د مخنیوي لپاره د تمرین سپارښتنه وکړي، ځکه چې د غوره روغتیا لپاره تمرین تر ټولو اړین دی.