شنبه, جولای 25, 2026
15 °c
Kabul
9 ° سه شنبه
11 ° چهارشنبه
11 ° پنجشنبه
12 ° جمعه
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د کډوالو وزارت: نږدې ۵ کلونو کې له ۸ میلیونو ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي

    په تېرو ۴ میاشتو کې؛ هیواد ته ۱۵۴۰ بهرني سېلانیان راغلي دي

    د بهرنیو چارو وزارت: په باب‌المندب کې د سعودي پر یوې تېل‌وړونکې بېړۍ برید غندلی

    د تدارکاتو کمېسیون؛ د ۱.۳ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۳ پروژې منظورې کړې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان

    د کډوالو وزارت: نږدې ۵ کلونو کې له ۸ میلیونو ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي

    په تېرو ۴ میاشتو کې؛ هیواد ته ۱۵۴۰ بهرني سېلانیان راغلي دي

    د بهرنیو چارو وزارت: په باب‌المندب کې د سعودي پر یوې تېل‌وړونکې بېړۍ برید غندلی

    د تدارکاتو کمېسیون؛ د ۱.۳ میلیارده افغانیو په ارزښت ۱۳ پروژې منظورې کړې

  • نړیوال خبرونه
  • دریځ

    پاکستان یو ځل بیا وحشت کړی

    شبهاز شریف؛ د سولې داعي که د افغانانو قاتل؟

    د کور جوړولو نوې اسانتیاوې؛ هېوادوالو د حکومت د پرېکړې تود هرکلی کړی

    د بارانونو اټکل؛ د ابادۍ زېری خو تر څنګ یې د سیلابونو خبرداری

    د افغانۍ پیاوړتیا؛ د اقتصادي ثبات نښې او راتلونکې ته هیلې

    د پاکستاني پوځي رژیم وحشیانه بریدونه باید نړیوال عدالت ته وسپارل شي

    د زور سیاست ماتې خوري؛ د ایران مقاومت او د امریکا تبلیغاتي جګړه

    د اسلام ‌آباد ناسم اټکل او محاسبه

    افغانستان د بهرنیو پانګونو لپاره په ستراتیژیک فرصت بدلېږي

  • ورزش
    • صحت
  • معلوماتي
    • ټول
    • پوهنتون
    • څېره
    • راشه ورشه
    • کتاب
    • ګټه وټه

    «خلک به څه وایي؟» کتاب چاپ شو

    «د غزې وروستۍ شپه» ناول خپور شو

    عثماني خلافت کتاب چاپ شو

    د نیمې شپې کتابتون ناول چاپ شو

    «سوی تاج» په نوم ناول خپور شو

    د کوفې تاجر کتاب چاپ شو

  • تحلیل
  • لیکنې
  • ژوند
  • اړیکې
No Result
View All Result
No Result
View All Result
کورپاڼه لیکنې

شينجيانګ ته ښه راغلاست

لیکوال: شي مونګ؛ د چین نړیوالې راډیو پښتو څانګې مشر

دسمبر 7, 2019
in لیکنې
0 0

په دې وروستيو کې د امريکا متحده ايالاتو د چين د شينجيانګ په اړه يوه لايحه تصويب کړه، چې په  افغانستان کې د شينجيانګ په اړه د ځينو عامه افکارو د اندېښنې لامل شوه. د امریکا په دې کار او د نړۍ پر عامه افکارو يې اغيزې ته په پام سره، ډېری افغان دوستان داسې پوښتنه مطرح کوي: آيا په ریښتیا هم هلته وضعيت همداسې دی لکه امريکا چې وايي؟ په عين وخت کې ډېری افغان دوستانو ماته وایي، چې څو څو ځلې يې له شينجيانګ څخه ليدنه کړې او ليدلي يې دي چې هلته امنه، هماهنګه او متمدنه فضا حاکمه ده. زموږ هغه ملګري چې شينجيانګ ته يې سفر کړی وايي، چې دا یوه څرګنده خبره ده چې د امريکا تبليغات ډېر بې اساسه دي. زه په دې وروستيو کلونو کې ډېر ځله له شينجيانګ څخه د ليدنې پرمهال له افغان دوستانو سره ملګری شوی يم. دوی لېوالتیا ښودلې چې غواړي  په شينجيانګ د اوږدې مودې لپاره ژوند وکړي. په دې وروستيو کې په افغانستان کې د چين سفارت په شمول ډېری رسمي ارګانونو په دې اړه د خلکو اندېښنو او پوښتنو ته د واقعيتونو پر اساس ځواب ويلی دی. زه فکر کوم هغه کسان چې لا هم د شينجيانګ د مسئلې په اړه پوښتنه کوي، يا ناوړه انګيزه لري او يا يې هېڅکله شينجيانګ لیدلی نه دی او د امريکا د قوي تبيلغاتو تر اغيزې لاندې راغلي. زه د زړه له کومي په افغانستان کې له خپلو دوستانو څخه غواړم چې هرو مرو شينجيانګ او د چين نورو سيمو ته سفر وکړي، څو د قناعت وړ ځواب ترلاسه کړي. زه حاضر يم چې دلته د شينجيانګ په اړه ځينې حقيقتونه له تاسو سره شريک کړم څو له ټولو سره مرسته وکړم چې ددغه ښکلې سيمې په اړه لا ډېر معلومات ترلاسه کړئ.

چين یو قومي هېواد دی او د مذهبي عقيدې ازادي د چين د دولت يو اساسي سياست دی. قانون په شينجيانګ کې د ټولو قومونو د وګړو د مذهبي عقيدې ازادي ساتنه کوي. په شينجيانګ کې د اويغور، هان، هوی او نورو په شمول د ۵۶ قومونو کابو ۲۵ ميليون وګړي موجود دي چې کابو ۱۰ ميليونه يې مسلمانان دي.

آيا پوهېږئ چې په شينجيانګ کې له شل زره ډېر جوماتونه او نږدې دیرش زره مذهبي کارکوونکي شته. ويلای شو چې د شينجيانګ د هر ښار، برخې او سيمې په مختلفو ځايونو کې جوماتونه موجود دي. سربېره پردې، په شينجيانګ کې ډېر شمېر اسلامي ښوونځي فعال دي چې د کادرونو د روزلو په برخه کې کار کوي. هر کال ګڼ شمېر اسلامي کتابونه ژباړل کېږي او چاپېږي. دولت له ۱۹۹۶ کال څخه الوتکې مؤظفې کړې چې هر کال مسلمانان د حج مراسمو ته انتقال کړي، هغوی ته طبي ضمانت او د ژباړې اسانتياوې برابرې کړي. ځايي حکومتونه د هر کال په روژه مياشت کې په ټولو برخو کې د مذهبي ځايونو د امنيت لپاره لازم اقدامات ترسره کوي او د اختر په مناسبت بازارونو ته د اړتيا وړ شيان وړاندې کړي.

له بده مرغه په ۱۹۹۰ لسيزه کې ځينو دښمنانو د  مذهب نوم څخه په ناسمې استفادې سره ترهګريز او سخت دريځ افکار خپاره کړل او ځينو کسانو ته يې د حقيقتونو په پټولو سره دوکه ورکړه څو په تاوتريخجنو ترهګريزو اقدامانو کې ښکېل شي. دې کار د شينجيانګ ثبات او پرمختګ په جدي توګه کمزوری کړ او د شينجيانګ د ټولو قومونو د خلکو اساسي حقوق يې تر پښو لاندې کړل. يوازې د ۲۰۰۹ کال د جولای په ۵مه په ترهګريزو بريدونو کې له ۲۰۰۰ ډېر بې ګنان کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. د شينجيانګ د کورواکې سيمې دولت له يوې خوا د بې ګناه خلکو د سر او مال او د اقتصادي پراختيا د نظم ساتنې په موخه د ترهګرو سازمانونو د ځپلو لپاره یې اقدامات وکړل او په عين وخت کې يې د هغو کسانو لپاره د مسلکي او تخنيکي زده کړو مرکزونه پرانيستل چې له تروريستي تفکر څخه د اغيزمنېدو له امله يې وړو جنايي جرمونو ته  مخه کړې وه. ياد کسان په دغو مرکزونو کې قوانين او مقررات زده کوي، قرآن کريم په ښه توګه تفسير کوي او دغه راز مسلکي مهارتونه زده کوي، تر څو وکولای شي چې په راتلونکې کې په آسانۍ سره ښه کسب پيدا کړي. د شينجيانګ ګټورو هڅو ښې پايلې درلودلې دي او په دې سيمه کې په تېرو درېيو کلونو کې هېڅ تاوتريخجنه ترهګره پېښه نه ده رامنځ ته شوې. په ۲۰۱۸ کال کې، له شينجيانګ څخه د افغان ډيپلوماټانو په شمول له  ۷۰ ډېرو بهرنيو ډلو ليدنه کړې او د دغه سيمې د لاسته راوړنو ډېره ستاينه کوي. بشري حقوق څه دي؟ تر ډېرو لوړ بشري حقوق د ژوند ټول حقونه، پايښت او پراختيا ده. شک نشته چې د تلپاتې سوله ييز چاپېريال پرته د بشر د ټولو حقونو په اړه بحث نشو کولای. ډېری افغان دوستان دا په ښه توګه احساسولای شي.

ددې پرځای راځئ چې يوځل بيا د امريکا متحده ايالاتو ته کتنه وکړو. هماغه ډول چې موږ ټول پوهېږو چې د امريکا په متحده ايالاتو کې د بشري حقونو وضعيت ډېر بد دی. په امريکا کې د ګرمو وسلو د پراختيا،  جنسيتي او توکميزو توپيرونو په شان د بشري حقوقو خلاف ډېر جدي موارد موجود دي، په ډېری نورو هېوادونو او سيمو کې هم د امريکا د جګړو له امله د بشري حقونو په برخه کې جدي غميزې رامنځ ته شوې دي. امريکايي سياستوالو تل په دې اړه چوپتيا غوره کړې، دوه ګوني سټنډرډونه غوره کړي او د ناوړه نيتونو پر اساس يې اقدام کړی.

زه فکر کوم چې زما افغان دوستان لا پخوا له دې سره بلد دي چې امريکا تل دوه ګونه سياست خپل کړی چې له امله يې افغانانو زيات کړاونه ليدلي دي.

له دې جملې څخه د شينجيانګ مسئله، په رښتيا هم چې ډېر وضاحت ته اړتيا نشته، ځکه هغه دوستان چې شينجيانګ ته تللي، نو په دې اړه به پوښتنه ونه لري، پر دې بنسټ زه له افغان ملګرو د زړه له تله غواړم د شينجيانګ څخه د ليدنې فرصت پيدا کړي او دا سيمه له نږدې وويني، نو هغه وخت به تاسو واقعي چين او واقعي شينجيانګ وپېژنئ.

ژباړن: سالار

Share2Tweet1Share

Get real time update about this post categories directly on your device, subscribe now.

Unsubscribe
  • Trending
  • Comments
  • Latest

د وبا شپږ درسونه

نوومبر 28, 2021

د پایلو اعلان، له سولې سره یې تړاو او د امریکا پټ اهداف

فبروري 20, 2020

استرالیایی پوځي: پخپله مې لیدلي چې ملګرو مې عام افغانان وژل

مارچ 16, 2020

ټرمپ د افغانستان په اړه د امريکا له موخو پرده پورته کړه

جنوري 6, 2019

منظور پشتين تربل هر چا د سولې نوبل جايزې مستحق ګڼل شوی

3

کابل او پروان؛ د طالبانو ځانمرګو بریدونو ۱۲۸ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

2

لوګر کې پر یو کور د هوان مرمۍ لګېدو دوه ماشومان وژلي

2

د مسیر ورځپاڼې نننۍ ګڼه په دغه پته ښکته کړئ

2

د کډوالو وزارت: نږدې ۵ کلونو کې له ۸ میلیونو ډېر کډوال هېواد ته راستانه شوي

جولای 24, 2026

په تېرو ۴ میاشتو کې؛ هیواد ته ۱۵۴۰ بهرني سېلانیان راغلي دي

جولای 24, 2026

انټونیو ګوټرېش: ډیپلوماسي په منځني ختیځ کې د کړکېچ د پای یوازینۍ لار ده

جولای 24, 2026

پاکستان کې؛ د موسمي بارانونو له امله لږ تر لږه ۴۱ کسان مړه شوي

جولای 24, 2026
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب
  • تحلیل
  • ژوند
  • لیکنې
  • اړیکې

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • دریځ
  • ورزش
  • لیکنې
  • ژوند
  • تحلیل
  • پوهنتون
  • راشه ورشه
  • څېره
  • کتاب

Designed and Developed By :AhmadNasary    © 2018 Maseer Daily. All rights reserved

Welcome Back!

Login to your account below

Forgotten Password?

Retrieve your password

Please enter your username or email address to reset your password.

Log In