د یخې هوا له راتلو سره سم یا د ژمي له موسم څخه وړاندې زیاتره وګړي پر زکام، تبې او ستوني دردونو د اخته کېدو له کبله اندېښمن وي، چې زیاتره د دوی پر ورځني ژوند او فعالیتونو اغېز کوي. د دې د مخنیوي لپاره ځینې داسې اسانه لارې شته چې له اندېښنې مو خلاصولی شي:
په منظم ډول لاسونه پرېمنځل
په یخه هوا کې پر زکام د اخته کېدو لاملونه بېلابېل وایرسونه دي، چې د ککړتیا له کبله رامنځ ته کیږي او له یوه څخه بل ته انتقالیږي. دغه ککړتیا د انسان لاسونو ته د دروازې د لاستو او په بېلابېلو داسې څيزونو لاس لګولو له امله چې په عامه ځایونو کې استعمالیږي، رسېږي. له همدې کبله پوهان په پرله پسې ډول د لاسونو پرېمنځلو سپارښتنه کوي.
تمرین کول
تمرین یا ورزش کول په ځانګړي ډول په پاکه او ازاده هوا کې د زکام د مخنیوي بې سارې درملنه ده، خو په زکام له اخته کېدو وروسته له تمرین سره احتیاط پکار دی، ځکه چې بدن استراحت او ارام ته اړتیا لري.
ډاکټران وایي چې د زکام، تبې یا ستوني دردونو درملنه که په سمه توګه او پر وخت ونه شي، ممکن د جدي ناروغیو لامل شي، شونې ده وګړي د زړه، نمونیا، غوږونو او سینې بغل له انفیکشن سره مخ شي.