د تفکر ډېری مربیان او ښوونکي موږ ته دا سپارښتنه کوي چې په تېر کې ژوند ونه کړو. دوی وایي، په نن کې ژوند وکړئ؛ ځکه دوی په دې اند دي چې «ماضي د ارام کولو یو ځای و.»، خو له ځینو سره داسې پوښتنه مطرح کېږي: ایا په تېر کې کوم داسې څه نشته چې ګټه ترې واخلو؟ ایا د ماضي له تجربو څخه باید کوم څه زده نه کړو؟
د ماضي پر لور سفر، ستاسو په فکر او پرېکړې پورې اړه لري. که ستاسو مطلب ماضي ته له سفر کولو دا وي چې هغه خواشینوونکې پېښې او دردوونکې تجربې در په یاد کړی، چې د بدلون وس او توان یې نه لری، نو ستاسو دغه کار به ښې پایلې ونه لري. تاسو په دې کار سره یوازې خپل وخت ضایع کوی او له پرمختګ څخه وروسته پاتې کېږی. خو که مو ماضي ته له سفر کولو څخه موخه دا وي چې له پېښو څخه یې درس واخلی او د خوښیو ډکې شېبې یې در په زړه کړی، بیا نو دا یو منطقي کار دی، ځکه چې تاسو له خپل تېر وخت څخه د ځان په ګټه کار اخلی. نو اړتیا نشته چې ماضي ته ور وګرځو، په داسې حال کې چې د بدو پېښو د تغیر او بدلون وس یې هم نه لرو.