د یادو هېوادونو سفیرانو په جلا جلا توګه د هېواد د بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین رباني سره کتلي دي. په دې لیدنه کې په سیمه او افغانستان کې پر مهمو مسایلو خبرې شوې دي. د برېتانیا سفیر نیکولاس کې ویلي، چې دوی د افغانستان د سولې او ثبات له پروسې سره هر ډول همکارۍ ته تیار دي او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې له خبرو ملاتړ کوي. دده په خبره له افغانستان سره د برېتانیا همکارۍ دوامداره دي او د اړیکو د لا پراختیا لپاره هڅه کېږي. د هند سفیر هم له صلاح الدین رباني سره په لیدنه کې ویلي، چې هېواد یې د افغانستان د سولې او ثبات له پروسې هر اړخیز ملاتړ کوي. دده په خبره هند به لا ډېرو افغانانو ته د زده کړو زمینه برابره کړي او په بنسټیزو پروژو کې به همکارۍ وکړي. سفیر د هند او چین له ګډو پروژو هم اطمنان ورکړی دی او په وینا هند او چین پر خپله ژمنه ولاړ دي او په افغانستان کې به ګډې پروژې پيلوي.



































