خرما ډېرې ګټې لري او یوه ارزښتناکه میوه ده. د دې تر څنګ پوره خواړه او ګټور درمل هم بلل کېږي. خرما د شحمیاتو، کلسیمو، سلفرو، اوسپنې، پوتاشیمو، فاسفورسو، مګنیزیمو، مسو او داسې نورو معدني موادو غني سرچینه ده. دا ټول مواد د انسان لپاره خورا ګټور دي. روغتیاپالان وایي چې د ورځې یوه خرما خوړل د ښې روغتیا ضمانت کوي. په عمومي ډول خرما د قبض لپاره ګټوره ده، د کلمو غیرمنظم حرکت تنظیموي، د زړه ستونزې او جنسي کمزوري له منځه وړي او د کولمو د سرطان مخه نیسي. خرماد(B-Complex) ویټامینونو په درلودلوسره دوینې سره او سپین کُرویات جوړوي. اوسپنه او مګنیزیم د امیندوارو مېرمنو لپاره ګټور دي. د خرما بله ستره ګټه بدن ته دا ده چې د انسان غړو ته ډېره ښه وده ورکوي. د روغتیاپالانو د نسخې مطابق، خرما په بېلابېلو ډولونو خوړل کېږي؛ خرما له شیدو سره، په ډوډۍ کې او داسې نور ډولونه یې. په اوسني ساینس کی خرما ته د قبض ضد خوراک (Laxative Food) وایي؛ له همدې کبله هغه کسان چې قبض لري، ډاکتران ورته سپارښتنه کوي چې خرما وخوري. کله چې خرما پخه شي، نو د پوتاشیمو کچه پکې زیاتېږي چې دا له ښه هضم سره مرسته کوي.