د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په افغانستان کې روانه جګړه افراطیت او ترهګري ده چې زیانونه یې یوازې افغانانو ته اوړي. په خبرپاڼه کې په هلمند کې پر عبدالجبار قهرمان د تېرې ورځې چاودنه هم په کلکو ټکو غندل شوې ده او په دې اړه یې له افغانانو سره غمشریکي ښودلې ده. سعودي عربستان ویلي چې دوی په ټوله نړۍ د ترهګرۍ او افراطیت له هرې بڼې سره پر مبارزه ټینګار کوي او دغه ډول کړنې د بشریت او انسانیت له قوانینو سره په ټکر کې بولي. سعودي عربستان د ترهګرۍ ضد جګړې له افغانستان سره د همکارۍ ژمنه کړې ده او وایي ښکېلې خواوې دې د جګړې پر ځای د سولې لار غوره کړي او په دې توګه دې په دغه هېواد کې روان تاوتریخوالی پای ته ورسوي.



































