له تمرین پرته بریا ناشونې ده. محسوسې پایلې له تمرین پرته نه شي تر لاسه کېدای. په ژوند کې غوره پایلې په تمرین، تمرکز او سختو قربانیو تر لاسه کېږي. نړیوالو سټنډرډونو ته د رسېدو لپاره اړینه ده چې هره ورځ سخت تمرین وکړو. په شوق، علاقه او ستړیا نه منلو سره تمرین ډېر مهم دی. دا خبره چې پر یوه غوره مشر او رهبر د بدلېدو لپاره یوازې هیلهمندۍ او یو ښه انسان کېدو ته اړتیا ده، هسې بېځایه خیالات او د وخت ضایع کول دي. ورځني کوچني پرمختګونه د وخت په تېرېدو د لویو لاسته راوړنو او غوره پایلو سبب ګرځي. ورزش کوونکي د تمرین او مشران خپل مسلک او کسب ته په ارزښت ورکولو سره پرمختګ کولای شي. په حقیقت کې دا کسان له ډېرو ستونزو تېرولو وروسته یوه ځای ته رسېدای شي او خلک پر ځان راټولولای شي. دوی د خپلې بریا لور ته په ګام اېښودلو او له ډېر تمرین وروسته بریا ته رسېږي. پرمختګ ناڅاپي نه وي، د ژوند لویې بریاوې په تمرین، تمرکز او قربانۍ ورکولو سره ځان را بر سېره کوي.