د خوست چارواکي هیله من دي چې د شنبې په ورځ به د دغه ولایت د رایي ورکولو ټول مرکزونه پرانیستي وي. په خوست کې د رایي ورکولو په شپږو مرکزونو کې پر تذکرو سټیکر نه دي لګیدلي او پاتې به یې د شنبې تر ورځې له امنیتي پلوه خوندي شي. د خوست امنیه قوماندان اختر محمد نورزوی رسنیو ته ویلي، ځينې سایټونه چې له امنیتي تهدید سره مخ و، امنیت یې خوندي شوی دی او دغه تهدیدونه به نور هم را کم کړل شي. د ټاکنو خپلواک کمیسیون بیا وايي، د غزني په ټول ولایت او د نورو ولایتونو په لسو ولسوالیو کې د ناامنیو له امله د شنبې په ورځ انتخابات نه ترسره کیږي.



































