د ټاکنو خپلواک کمیسیون وایي د نوماندانو د سکوت وخت د تېرې شپې له دوولسو بجو پيل شوی دی او تر ۴۸ ساعتونو پورې به دوام وکړي. سرچینه وایي هغه نوماندان چې په دې موده کې کمپاین وکړي، تبلیغات وکړي او یا د ټاکنیزو مرکزونو په شاوخوا کې خپل تبلیغات خپاره کړي، نو د ټاکنو کمیسیون به قانوني چلند ورسره کوي. ددغه کمیسیون په خبره د ټاکنو کمیسیون په لومړي ګام کې نوماندان له پنځو تر لسو زرو افغانیو پورې جریمه کوي او که دا لړۍ دوام وکړي نو نوماندان به له خپل مدني حق محروم کړل شي. د افغانستان د ولسي جرګې ټاکنې د راتلونکې شنبې په ورځ ترسره کېږي. د ټاکنو لپاره هر اړخیز تیاری نیول شوی دی، خو امنیت لا هم ددغه ټاکنو په لار کې تر ټولو ستر خنډ دی. حکومت بیا ډاډ ورکوي چې دوی د مرکزونو امنیت خوندي کوي او خلکو ته په ټاکنو کې د ګډون زمینه برابروي.



































