چک جمهوریت وایي پرون یې په یوه ځانمرګي برید کې پنځه عسکر ټپیان شوي دي. د چک جمهوریت ددفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پرون د بګرام په هوايي اډه کې چکي عسکرو ګزمه کوله، چې ځانمرګی برید ورباندې وشو. خبرپاڼه زیاتوي چې په پېښه کې پنځه عسکر ټپیان شوي دي. ناټو ځواکونو هم دغه برید غندلی دی او وايي چې پر چکي ځواکونو برید به ددوی ماموریت ته زیان و نه رسوي. وسله والو طالبانو ددغه برید مسوولیت منلی دی. ویل کېږي چې په پېښه کې ملکیان هم ټپیان شوي دي.



































