د الماني ځواکونو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې باروړونکې الوتکې یې په شمال کې په نښه شوې او په مرمیو لګېدلې دي. خبرپاڼه زیاتوي چې دا ډزې دومره جدي نه وې، خو ورته پېښې د اندېښنې وړ دي. په دې وروستیو کې داسې ګنګوسې خپرې شوې چې وسله والو طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پرمختللې وسلې تر لاسه کړې دي او په ځینو سیمو کې یې الوتکې په نښه کړې دي. المان د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې ۱۳ سوه سرتېري لري چې ستره برخه یې د هېواد په شمال مزار شریف ښار کې مېشت دي. ددغه ځواکونو په خبرپاڼه کې راغلي چې ورته پېښې یې له افغانستان سره مرستې او همکارۍ نه شي زیانمنولی او ددوی ماموریت به دوام ولري.