د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون، د ولسي جرګې د نوماندانو له لیسته د اوو نوماندانو نومونه ایستلي دي. د یاد کمیسیون په وینا د لرې کړل شویو کسانو له ډلې یو شمېر یې دولتي مامورین وو، چې استعفا یې نه ورکړې او ځینو هغو بیا قانوني عمر نه وو پوره کړی. د سرچینې په وینا د ټاکنیزو شکایتونو اورېدو کمیسیون ته له قانوني وخت وړاندې د کمپاینونو د پیلېدو ۱۷۰ شکایتونه رسېدلي وو، چې اړوندو سرغړوونکو ته یې سرغړونې اورول شوې چې اوس د جریمې پر پرې کولو بوخت دي. دغه راز ویل کېږي، چې د کمپاین په قانوني موده کې د نوماندانو د سرغړونو اړوندې ۳۱۱ قضیې ثبت شوې، چې ټاکنیز کمیسیون ۲۱۴ قضیې څېړلې او اروزلې او د نورو څېړنه او ارزونه روانه ده، چې پایلې به یې ژر اعلان شي. دا په داسې حال کې ده، چې یو ځل مخکې هم له لومړني نوملړه د ۳۵نوماندانو نومونه لرې کړل شوي وو.



































