ولسمشر غني ملکي او نظامي مسوولينو ته لارښوونه کړې چې د ولسي جرګې د ټاکنو د ترسره کېدو او د خلکو د پراخ ګډون لپاره خوندي فضا او ډاډمن امنیت تامین کړي. له ارګه په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني نن له غرمې مخکې په توحید ملي مرکز کې د ویډیو کنفرانس له لارې د هېواد د ۳۴ ولایتونو والیانو، د قول اردوګانو، امنیه قوماندانیو او د لواګانو له قوماندانانو، د ملي امنیت، ټاکنو کمېسیون او د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون ولایتي ريیسانو سره خبرې کړې دي. سرچينه کاږي، ملکي او نظامي مسوولینو ولایتونو او د رای ورکولو مرکزونو ته د حساسو او غیر حساسو توکو او بایومټریک دستګاوو د رسېدو، د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره د چمتووالي او ټینګو امنیتي تدابیرو په اړه خپل راپورونه له ولسمشر سره شریک کړل. یادو مسوولینو ولسمشر او د وسله وال پوځ اعلی سرقوماندان ته په امن فضا کې د ولسي جرګې ټاکنو د بریالۍ ترسره کېدو په موخه د بشپړې همغږۍ او همکارۍ ډاډ ورکړ.



































