د کندهار ولایت امنیه قومندان جنرال عبدالرازق نن څه باندې درې بجې په یوه برید کې وژل شوی دی. ویل کېږي، پېښه هغه وخت رامنځته شوه کله چې نوموړی د ناټو ځواکونو له عمومي قومندان جنرال سکاټ میلر سره تر غونډې وروسته چورلکې ته پورته کېده. د راپورنو له مخې، پېښه کې د کندهار د ملي امنیت امر په ګډون دوه امریکایي ځواکونه هم ټپیان شوي دي. داسې راپورونه هم خپاره شوي چې نوموړی د والي د ساتونکو په ډزو لګېدلی دی خو دا لا روښانه نه ده چې د والي ساتونکو ډزې ولې کړې دي.



































