مشري له ښو اړیکو سره تار لري. رښتیني رهبران او مشران له خپلو خلکو سره ښې اړیکې لري. دا کار د دې لامل کېږي چې مقابل لوری هم له دوی سره غوره اړیکې رامنځته کړي او د ټولنې د هر قشر سره د تعامل وړتیا پیدا کړي. په الوتکه کې ناست وم او د هانګ کانګ څخه د خپل هېواد پر لور راتلم. د الوتکې یو مهربانه کارکوونکي او خدمت ګار هڅه کوله چې له مسافرو سره ښه چلن وکړي او ښې اړیکې ټینګې کړي. د مسافرو نومونه یې زده کول او له هر یوه سره یې په ورین تندي چلند کاوه. له ما یې پوښتنه وکړه؛ خوړو ته اړتیا لرئ؟ ما ویل، نه!
( زه کوښښ کوم چې د سفر پر مهال ډېر خواړه ونه خورم.) ځواب یې ډېر حیرانوونکی و او ویل یې: «فکر کوم چې موړ یې او له خپل له مړښت خوند اخلې.» هغه زه وخندولم، خبره او څېره مې یې اوس هم په یاده ده.
نو تل هغه لارې ولټوئ چې د ښو اړیکو د ټینګېدو لامل کېږي، له خپلو ملګرو سره، له هغه کسانو سره چې مینه ورسره لری، له هغه چا سره چې ژوند ورسره کوی او له هغه ناپېژانده کسانو سره چې سفر ورسره کوی. دا هر څه د ژوند په نوم یادېږي. په دې سره نه یوازې د خپل کسب له پرمختګ سره مرسته کوی، بلکې په یو خوښ او نېکمرغه انسان بدلېږې.