امريکا وايي، څو چې پاکستان د افغانستان په اړه خپله تګلاره بدله نه کړي، پر پاکستان به خپلو فشارونو ته دوام ورکړي. یادې څرګندونې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال هنري انشر پرون په واشنګټن کې یوې غونډې ته په خبرو کې کړې دي. انشر ویلي، پاکستان که وغواړي کولی شي، طالبان د سولې خبرو ته حاضر کړي. هغه زياته کړې چې د عمران خان په مشرۍ د پاکستان نوی حکومت له امريکا سره د ښو اړيکو لپاره ډېر چانسونه لري. هنري وویل، چې پاکستان بايد د افغانستان په اړه خپله پخوانۍ تګلاره بدله کړي، خو که داسې ونه کړي، نو امریکا به ورباندې خپل فشارونه دوامداره وساتي او ښایي سختې پرېکړې هم وکړي. هغه ادعا وکړه چې د پاکستان د ناسمو تګلارو له له امله په ياده سيمه کې بې ثباتي رامنتځه شوې ده.



































