په ډېرې خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کړ چې د یوې تروریستي حملې په نتیجه کې د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق او د دغه ولایت د امنیت رئیس جنرال مومن حسن خیل شهیدان او د کندهار د والي جنرال زلمي ویسا په ګډون یو شمېر نور ټپیان شول.
د خپلې خواشینۍ او ډاډګیرنې مراتب د شهیدانو کورنۍ او دوستانو ته وړاندې کوم او د لوی خدای له درباره شهیدانو ته د جنت کورنیو ته یې د جمیل صبر او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا استدعا کوم.
همداراز غواړم زیاته کړم چې افغانان له لسیزو راهیسې ډېر دردېدلي او بې شماره قربانۍ یې ورکړي دي. هیله لرم چې ټول افغانان د اتفاق او ملي تصمیم له لارې دغو دردونو او افغان وژنې ته د پای ټکی کېږدي.



































