د ولسي جرګې غړي وایي امریکایي حکومت دې په اچین کې د موربم د غورځولو له امله د زیانمنو شوو کورنیو خسارې ورکړي. ددې جرګې لومړی مرستیال امیرخان یار وايي د بهرنیو اړیکو کمېسیون ته یې دنده سپارلې چې د امریکا له سفارت، افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو او نړیوالې ټولنې سره په اړیکه شي او په اچین کې عامو خلکو ته د اوښتو ناروغیو او زیانونو تاوان پرې کړي. په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي وايي په اچین کې نه یواځي عام خلک له ګڼو ناروغیو رنځېږي بلکې دلته د مور بم استعمال پر چاپېریال، زراعت او مالداري هم اغېزې پرېښې دي. دوی اچین ته د عاجلو مرستو رسولو، ورانو کورونو د رغولو غوښتنې ترڅنګ سیمې ته د حکومتي پلاوي پر استولو ټینګار کوي. وکیلان وايي د اچین خلک نه یواځي له روغتیايي مشکلاتو سره مخ دي بلکې د تېرو جګړو له امله د ژوند له لومړنیو اسانتیاوو هم بې برخې دي، چې جدي پاملرنې ته اړتیا لري.































