غوره مشران د خپل ټیم غړو ته ازادي ورکوي. دوی د خپل ټیم غړو ته په کار او نظر کې ازادي ورکوي، څو دوی له خپله ځانه غوره کړنې او عکس العملونه وښیي، بېلابېلې لارې تجربه کړي او پرمختګ وکړي. تېروتنه، بریا ته د رسېدو یوه برخه ده. خلک غواړي چې د داسې یو شرکت غړي او کارکوونکي و اوسي، څو اجازه ورکړل شي چې خپلې وړتیاوې او استعدادونه را څرګند کړي او خپل ځان د شرکت د یو مهم غړي په توګه وویني. کار کوونکي غواړي د شرکت په اونیزه ناسته کې د ګډون ویاړ تر لاسه کړي او د خپل ښه کار پایله وویني او په اړه یې واوري. اغېزمنې اړیکې هغه وخت پیل کیږي چې کله غوره اورېدونکي اوسو. خپل همکاران وهڅوئ څو خپل نظریات او هر هغه څه درسره شریک کړي، چې په زړه کې یې لري، بې له دې چې تاسو ورته مزاحمت وکړی یا خپل نظریات پرې تحمیل کړی. داسې یو چاپېریال جوړ کړئ چېرې چې هرڅوک دا احساس وکړي چې د دوی اواز اورېدل کیږي. له خپلو همکارانو سره د باندې چکر ووهئ، څو د یو بل له ژونده خبر شی. کله چې پر دې پوه شوی چې دوی څه ته ضرورت لري او څه ډول شخصیت لري، نو کولای شی چې لا ټینګې اړیکې رامنځ ته کړی.