د ننګرهار ولایت مقام وایی چې د اسلام دښمنانو په دوربابا کې یو جومات سوځولی دی او وروسته یې له سیمې پښې سپکې کړې دي. د ولایت مقام له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ننګرهار د دوربابا ولسوالۍ په سورکنډو سیمه کې، چې نازیانو ولسوالۍ سره سرحدي لري، تېره شپه د اسلام دښمنانو له لورې یو جومات سوزول شوی دی. سرچینه زیاتوي په پېښه کې قران شریفونه هم سوزول شوي دي. ولایت مقام دا نه وايي چې دا کار به چا کړی وي، خو وایي چې په دغه سیمه کې وخت ناوخت داعش ډله ځنې فعالیتونه ترسره کوي.



































