هغه ورځ مې یو کتاب لوست. یوه مقاله مې مخې ته راغله، د ټرېسټن انزوورټ په نوم یو دیارلس کلن هلک پکې یاد شوی و، چې اوسمهال په کاناډا کې د خپل کوچني ښار اتل و. څو ورځې مخکې یې یو ټولګیوال په ټولګي کې تر څنګ ناست و او شیریني یې زبېښله. یو هلک خندوونکې خبره وکړه. دا موضوع د دې سبب شوه څو د شیرینۍ یوه ټوټه د هلک ستوني ته تېره شي. د ټولګي ټول هلکان دومره وارخطا شوي وو چې هېڅ یې هم نشوای کولای. د هلک ساه بنده شوه او د مخ رنګ یې والوت. ټرېسټن فکر وکړ چې د ملګري د مړینې ورځ یې را رسېدلې ده. فکر یې وکړ چې انا یې ورته د هیم لیک (په ستوني کې د بند شوي شي د را ایستلو یو ډول تخنیک دی) چل ښودلی و. هغې په چټکۍ سره له دې چل نه ګټه واخیسته او د ملګري ژوند یې وژغوره؛ څومره ښه. د ښوونځي مدیر یې وویل: «هغه تر ټولو ځیرک هلک دی چې تر اوسه مې لیدلی دی. هغه یو خارق العاده هلک دی». ستاسو لپاره یوه غوره کنایه: عظمت او لویوالی په موږ هر یوه کې شته. تاسو هم اتل کېدای شی.