د موخو ټاکل او شخصي پروګرام جوړول جذاب موضوعات نه، بلکه ډېر اړین کار دی. دا زما د یو عمر د تجربو مرکزي ټکی دی. ما دا موضوع ډېری وخت د خپلو مراجعینو په منځ کې درک کړې ده. دوی تل د خپلو هیلو او خوبونو په هکله خبرې کوي، خپلو دې هیلو ته د رسېدو لپاره په لیکلي ډول یو پروګرام او یو واضح لړلیک چمتو کوي. د دې هیلو او موخو نقشه باید په ناممکنه بڼه ونه لیکل شي. د برنامې جوړولو یوه اغېزه چې ما کشف کړې ده، دا ده چې پر ذهن باندې ډېر مثبت اغېز کوي. دا کړنه ستاسو پوهه لوړوي، څو پوه شی چې اړینې کړنې کومې دي. له غوره پوهې سره تاسو غوره ټاکنه کوی او لکه څنګه چې ستاسو ټاکنه ښه او غوره ده، هرو مرو به غوره پایلې هم لاسته راوړی. نو ځان ته دې ډالۍ ورکړه: یو سپین کاغذ را واخله، پنسل دې وتراشه او خپل هغه کارونه ولیکه، چې تا خپل هغه کسب او ژوند ته رسوي، چې ته یې غوښتونکی یې. دا کار له هغه ډېر اسانه دی چې ته یې په اړه فکر کوې او غوره پایلې به یې تا حیران کړي.