د لوګر ولایت محمد اغې ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، یاده ولسوالۍ کې د ګمران په نوم ښوونځي کې د رای اچونې مرکز پرانیستل شوی خو هلته تر اوسه هیڅ هم نشته. په یاده سیمه کې راټول شوي خلک وایي، دوی له اوو بجو وړاندې د رای ورکولو مرکز ته راغلي خو هلته ټاکنیز مواد نشته او چمتووالی نه دی نیول شوی. لوګر چې مرکز سره په پوله پروت ولایت دی ډیری سیمو ته یې ټاکنیز مواد نه دي رسیدلي په داسې حال کې چې خلک له اوو بجو وړاندې د رای اچونې مرکزونو ته ورغلي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د کابل په یو شمېر انتخاباتي مرکزونو او جلال اباد کې هم یاده ستونزه موجوده ده، چې خلک یې اندېښمن کړي دي.



































