له خوست ولایت نه را رسېدلي راپورونه وایي، چې د یاد ولایت مرکز او نورو سیمو کې د رایې اچونې پاڼې کمې دي. د معلوماتو له مخې د خوست په ګڼو محلونو کې تر اوسه د رایې اچونې بهیر نه دی پيل شوی. هلته خلک وايي، ځينو محلونو ته پوره مواد نه دي لېږدول شوي چې له امله به یې زرګونه رایې ورکوونکي له رایې کارولو محروم پاتې شي.



































