اې بي سي نیوز امریکایي رسنۍ د افغانستان د ټاکنو په اړه ویلي چې دغه ټاکنې له خپل قانوني وخت ډېره موده وروسته ترسره کېږي، خو سره له دې هم هر اړخیز تیاری نه دی ورته نیول شوی. سرچینه لیکي، د طالبانو تهدیدونو، جګړې، نا امنۍ او په ټاکنیز سیستم کې ځینې ستونزې لا هم پر خپل ځای دي او دغه مسئلې د ټاکنو په برخه کې اندېښنې پارولې دي. اې بي سي نیوز لیکي، چې د افغانستان د لرو پرتو او ډیری ولسوالیو خلک له خپل دغه مدني حق بې برخې شوي دي او په رایو کې به ګډون و نه شي کړلی. سرچینه کاږي، افغان حکومت ته په کار وه، چې له دومره ځنډ سره یې ښې منظمې، امنې او له پوره شفافیت برخمنې ټاکنې ترسره کړې وای، خو دوی په دې کار بریالي شوي نه دي. ان بي سي وايي چې ښايي امنیتي تهدیدات هم ډېری افغانان له رایې ورکولو را وګرځوي.




































