د کابل د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، ثبت نام یې کړی دی او په هغو محلونو کې چې دوی ورته ورغلي دي، په لیستونو کې یې د ګوتو په شمېر کسانو نومونه شته دي. د یادې سیمې اوسېدونکو د ټلفون پر کرښه سپوږمۍ راډیو ته وویل، چې د دې ستونزې له امله یاد محلونه د رایي ورکوونکو پر مخ تړل شوي دي. د نور محمد په نوم یو تن رایي ورکوونکي وویل، دی په هغه مرکز کې ولاړ دی، په کوم کې یې چې ثبت نام کړی دی خو اوس یې د رایي ورکوونکو په لیست کې نوم نشته دی. هغه وویل چې د نورو ستونزو د مخنیوي په موخه په سروبي کې د رایي اچوونې محلونه تړل شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو کمیسیون د ځیني تخنیکي او نورو ستونزو له امله له هېوادوالو بخښنه غوښتې او یادو ستونزو ته یې د ژر تر ژره رسېدګي ژمنه کړې ده.



































