د راپورونو له مخې د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله آلیس ویلز تاجکستان ته تللې ده. نوموړې هم پر خپل ټوېټر لیکلي دي چې په دې سفر کې به له تاجکستاني چارواکو سره په سیمه کې پر روان وضعیت خبرې کوي. د ویلز په خبره تاجکستان په مرکزي اسیا کې د امریکا ښه اقتصادي او سیاسي ملګری دی او دواړه لوري ددغه اړیکو د لا پراختیا هڅه کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم وایي چې ویلز به په دې دوه ورځني سفر کې له تاجکستاني لوري سره پر یو لړ مهمو مسایلو خبرې وکړي او ښایي په ځينو مواردو کې د همکارۍ په اړه هوکړې ته هم ورسېږي.






































