د رویټرز اژانس د خبر له مخې د امریکا د پنسلوانیا ایالت په ماونت پلزنت ښار کې په یوه بېسارې ترافیکي پېښه کې ۶۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د راپور له مخې، پېښه وروسته تر هغه خونړۍ شوه چې یو بس له بل مسافر وړونکي موټر سره ټکر وکړ. وروسته څو نور موټر هم پرلپسې پر سړک پرتو موټرونو سره ټکر شوي دي او له امله یې د مرګ ژوبله کچه لوړه شوې ده. د چارواکو په خبره، په دې پېښه کې پنځه تنه وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان دي. د ماونت پلزنت سیمې چارواکو ویلي، د پېښې د څرنګوالي په اړه پولیسو خپلې څېړنې پیل کړې دي.






































