د فرانسې د نړیوالو اړیکو او ستراتيژیکو مطالعاتو بنسټ مشر پاسکال بونیفس ویلي، نړۍ د امریکا یو طرفه او جنګ طلبه سیاستونو ناامنه کړې ده. هغه پر خپل ټویټر لیکلي، په ۲۰۰۳ میلادي کال کې د جورج بوش حکومت اعلان کړی و چې نړۍ به د اسامه له وژلو وروسته په کراره شي خو د نوموړي په وینا حقیقت دا دی چې نړۍ د نړیوالو قوانینو په پلې کېدو امن کېږي، نه د یو دوه کسانو په وژل کېدو. نوموړي زیاته کړې که چېرته نړیوالو قوانینو ته درناوی وشي نو نړۍ به د ټولو انسانانو لپاره په یو امن کور بدله شي. هغه ویلي، په اوس وخت کې نړۍ د امریکا د یو طرفه او جنګ غوښتونکو سیاستونو له امله ناامنه ده او که چېرته یاد هېواد په خپلو تګلارو کې بدلون رامنځته نه کړي نو د دې ګډ کور امن کېدل ناممکن دي.






































