د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش له ایران او امریکا د زغم غوښتنه کړې ده. په نیویارک کې د خبرو پر مهال د ملګرو ملتونو عمومي منشي اوسنی وضیعت خطرناک وباله. نوموړي ویلي، عادي وګړي د کړکېچ درنه بیه پرې کوي. په بغداد کې د امریکايي ځواکونو له خوا د ایراني جنرال قاسم سلیماني وژل کېدو د تهران او واشنګټن ترمنځ کړکېچ زیات کړی دی. قاسم سلیماني د ایران د سپاه پاسداران انقلاب د قدس ځواک قومندان و چې د تیرې جمعې په سهار د بغداد په هوايي ډګر کې د امریکا د یوې بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.






































