له خلکو سره تر خپلې وسې مرسته وکړئ، څو له تاسو سره مرسته وشي. د خلکو لاسنیوی که په هره کچه وي، بېل خوند لري. ملاتړ وکړئ، څو مو ملاتړ وشي. ستاینه وکړئ، څو وستایل شی. درناوی وکړئ، څو یې عکس العمل وګوری. ډېره مینه وکړئ، څو در سره ډېره مینه وشي.
یو پیاوړی فکر: که تاسې هره ورځ د دې لامل شی چې پنځو کسانو ته مو خیر ورسېږي، د یو کال په اوږدو کې به د شاوخوا دوو زرو کسانو ژوند ته ارتقاع ورکړی او ژوند به یې بدل شي. دې کار ته دوام ورکړئ، له یوې لسیزې وروسته به وګوری چې په مثبت ډول مو د شلو زرو کسانو پر ژوند خپل اغېز پرې اېښی دی. د هغو کسانو تعداد په پام کې ونیسئ چې اړیکې مو ورسره درلودې او په ژوند کې یې اغېزناک واقع شوی یاستی، نو دې پایلې ته رسېږی چې «ستاسې ورځني کوچني او الهام بښونکي نېک کارونه» د ټول عمر لپاره له زرګونو کسانو سره د مرستې لامل شوي دي.
په حقیقت کې د رهبرۍ یوه مانا، خلکو ته خدمت کول دي. له نورو سره مرسته وکړئ، څو عظمت او لویوالي ته ورسېږی، په بدل کې به هغوی له تاسې سره مرسته وکړي، په دې سر به دواړه مطلوبې پایلې ته ورسېږی.