امریکا ته د ایراني چارواکو د ګواښونو پر دوام د سپاه پاسداران ځواک عمومي مشر حسین سلامي یو ځل بیا ویلي، چې د سلیماني غچ به واخلي او ډېر هغه ځایونه به وسوځوي چې امریکا یې ملاتړ کوي. سلامي دا څرګندونې د سلیماني د جنازې په مراسمو کې د وینا پر مهال کړې دي. نوموړي دغه راز ویلي، امریکا د دوی یو تر ټولو محبوب قومندان وژلی دی او دا به ډېره بده وي چې دوی یې غچ وانخلي. هغه دا ګواښ وروسته تر هغه کوي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، که چېرته ایران د غچ اخیستلو هڅه وکړي نو دوی به یې ۵۲ مهم ځایونه په نښه کړي.






































