د حکومت ویاندویانو دغه راز له خلکو وغوښتل چې د رایې اچونې په بهیر کې په ګډون سره خپل مسؤلیت ادا کړي. یادې څرګندونې د ملي دفاع، کورنیو چارو، ښځو چارو او پوهنې وزارتونو او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ویاندویانو نن په خبري کنفرانس کې وکړې. د ولسي جرګې ټاکنې نن سهار پيل او د ورځې تر پايه پورې به دوام ولري. د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش په ياد کنفران کې وویل، له کندهار او غزني پرته په ۳۲ ولایتونو کې د رایې اچونې ۴۹۰۰ مرکزونه د څه باندې ۲۰زرو محلونو په لرلو سره د رایې اچوونکو پر مخ پرانیستي دي او ۷۰زره امنیتي او دفاعي ځواکونه د یادو محلونو د امنیت په خوندیتوب بوخت دي. دوی ډاډ ورکړی دی چې هېوادوال کولی شي، له کومې ستونرې پرته د ولسي جرګې ټاکنو کې ګډون وکړي.



































