تېره ورځ د نایجیریا ۲۵ سرتیري د یوې تروریستي ډلې په برید کې ووژل شوي او شپږ نور ټپيان دي. که څه هم تر اوسه د شوي برید پړه کومې وسله والې ډلې نه ده منلې، خو ویل کېږي، چې دغه برید به په داعش او القاعده پورې تړلو ډلو ترسره کړی وي. د نایجیریا حکومت هم د برید پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې په دې نښته کې ۶۳ وسله وال مخالفین هم وژل شوي دي. تېره میاشت هم د دغه هېواد په یوه نظامي اډه د وسله والو په برید کې د یاد هېواد ۷۱ سرتیري ووژل شول.






































