د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یو نوي فرمان له مخې پر ایران نوي بندیزونه لګولي دي. د سپينې ماڼۍ په اعلامیې کې راغلي چې د ایران رژیم د امریکا د پرسونل او شتمنیو پر ضد د وروستیو حملو مسئول دی. ټرمپ ویلي، د ایران د پام وړ عایداتو ته لاسرسی پرې کوي چې کیدی شي د اټومي وسلو، د میزایلو انکشاف، تروریزم او ترورستي ډلو د نفوذ زیاتولو لپاره ورڅخه کار واخیستل شي. اعلامیه زیاتوي چې نوي بندیزونه به د ایران پر اقتصاد لوی اغېز ولري او په دې ډول به دغه هېواد ته اجازه ورنکړل شي چې هسته یي وسلو ته لاسرسی پیدا کړي. ټرمپ ویلي چې دغه بندیزونه به تر هغې په خپل ځاې پاتې شي تر څو ایران خپل چلند بدل کړي.






































