د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له فاکس نیوز خبري شبکې سره په خبرو کې ویلي، چې د قاسم سلیماني د وژلو په اړه يې ځکه بېړنی ګام پورته کړ چې تهران په څلورو امریکایي سفارتونو د برید پلان درلود. له دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم ایران تورن کړی و چې په عراق او نورو سیمو کې د وسله والو ډلو د کړنو مسوول دی، خو ایراني چارواکو دا تورونه رد کړي دي.






































