د امریکا ولسمشر ډونالډ ترمپ یو ځل بیا په عراق کې د خپلو سرتېرو پر حضور د ټینګار تر څنګ ویلي، که چېرته عراقي مشران له دې هېواده د امریکایي سرتېرو د وتلو غوښتنه لري نو باید هغه پېسې ورکړي چې په تېرو څو کلونو کې یې په عراق کې مصرف کړې دي. هغه ویلي، په هغه صورت کې له عراقه د خپلو سرتېرو وتلو سره ستونزه نلري چې عراق د امریکایي مالیه ورکوونکو پیسې بیرته امریکا ته ورکړي. نوموړي ویلي دوی په تېرو څو کلونو کې په عراق کې ۳۵ میلیارد ډالر پانګونه کړې ده او که چېرته عراق ددې پیسو ورکړې ته تیار وي نو دوی هم چمتو دي خپل سرتېري له دې هېواده وباسي. ټرمپ دغه راز په عراق کې د قاسم سلیماني وژل کېدو ته په اشارې ویلي، سلیماني یې ځکه په وواژه چې غوښتل یې په منځني ختیځ کې ځینې مهم امریکایي اهداف په نښه کړي.






































