د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر (دومینیک راب) په تهران کې د خپل سفیر پر موقتي نیول کېدو غبرګون ښودلی او د ایران دغه کار یې د نړیوالو قوانینو نقض بللی دی. راب ویلي، چې له کوم ښکاره دلیل پرته د دوی د سفیر نیول کېدل د نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی. نوموړي ویلي، چې ایران له ډېرو حساسو شرایطو تېرېږي، نو کوچنۍ تېروتنه یې هم کېدای شي په سیاسي او اقتصادي برخه کې د منزوي کېدو لامل شي. له دې وړاندې ویل شوي و چې په تهران کې د انګلستان سفیر (رابرت مک) اېر د امیر کبیر پوهنتون ته څېرمه د مشکوکو تحرکاتو په سازماندهي کولو کې لاس درلود. خو عیني شاهدانو ویلي، چې د انګلستان سفیر د لاریون کوونکو عکسونه او فلمونه اخیستل او له دوی سره پر خبرو بوخت و. نوموړی د یوه ساعت لپاره ونیول شو او بېرته خوشی کړل شو.






































