وروسته تر هغه چې د هندي پوځ مشر پرون وویل، چې که چېرته د یاد هېواد پارلمان ورته امر وکړي نو په څو ساعتونو کې دننه به د پاکستان تر واک لاندې کشمیر هم په خپل کنټرول کې راولي، د پاکستان د پوځ ویاند وایي، دوی د هند له لوري د هر ډول تېري ځوابولو ته چمتو دي. د پاکستان د پوځ ویاند اصف غفور ویلي، دوی تر دې وړاندې هم هند ته درسونه ورکړي دي او که چېرته له دې وروسته هم کوم غیر مسوولانه چلند وکړي نو د پاکستان پوځ به یې ځواب ووایي. د یادونې ده چې د هندي پوځ تازه ټاکل شوي مشر منوج مکنډ نراواني پرون وویل، د هند پارلمان لسیزې وړاندې ټول کشمیر خپله خاوره بللې ده او اوس یې یوازې یوه اشاره په کار ده څو ټول کشمیر تر خپل واک لاندې راولي. د هند له لوري د کشمیر د نیمه خپلواکي تر ختمولو وروسته د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي او په وار وار دواړو لوریو پر وېشونکې پوله یو بل سره نښتې هم کړې دي.






































