ایران وایي چې د ویشتل شوې الوتکې تور بکس به فرانسې ته وسپاري. ایراني چارواکو رسنیو ته ویلي دوی دې موافقې ته رسېدلي چې د ویشتل شوې الوتکې تور بکس فرانسې ته وسپاري او دوی به د پېښې شته معلومات ترې ډانلوډ کړي. تر دې وړاندې امریکا غوښتي وو چې د اوکراینۍ الوتکې تور بکس ورته وسپاري. دغه الوتکه تېره اونۍ په تهران کې ولوېده، وروسته ایران وویل چې په تېروتنه یې وېشتلې ده. دې مسئلې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې غبرګونونه پارولي دي. د کاناډا لومړي وزیر جسټین ټروډو ویلي چې ایران یوازې د الوتکې د غورځېدو مسوولیت باید و نه مني بلکې د ډېر څه منلو ته دې ځان تیار کړي. دده په خبره دوی به په الوتکه کې د وژل شوو کاناډايي اتباعو له حقوقو بشپړه او هر اړخیزه دفاع کوي.






































