د آیت الله خامنه يي استازي ایراني چارواکو ته ویلي چې له فرانسې، انګلستان، آلمان او امریکا سره یې د سیاسي اړیکو د کمولو پر طرحه کار پیل کړی دی او دا به د حکومت رسمي دريځ وي. خامنه يي دغه راز د ایران د بهرنیو چارو له وزارت غوښتي چې د بريتانیا سفیر له هېواد وباسي. د برېتانیا سفیر د ایراني حکومت له لوري نیول شوی دی چې دې مسئلې په نړیوالو ديپلوماتیکو مسایلو کې غبرګونونه پارولي دي. برېتانیا وایي چې د ایران دغه کار د ټولو نړیوالو موازینو او قوانینو خلاف عمل دی.






































