د پاکستان د پنجاب ایالت په رحیم یار خان سیمه کې یوه بله پاکستانۍ چورلکه رانسکوره شوې ده چې له امله یې د یو پیلوټ په ګډون دوه کسان وژل شوي دي. د پاکستان ډان ورځپاڼې راپور ورکړی دی چې دغه چورلکه د رحیم یار خان د شیخ زاید هوایي ډګر څخه پورته شوې وه او غوښتل یې چې د چولستان په سیمه کې پر فصلونو د ملخانو د وژلو لپاره سپرې یا دوایي وشنیدي. د رحیم یار خان چارواکو ویلي چې چورلکه د تخنیکي ستونزو له امله رانسکوره شوې او پکې یو پیلوټ او یو انجنیر وژل شوي دي. په دې وروستیو کې د پاکستاني الوتکو غورځېدو پېښې زیاتې شوې دي او شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې د هوایي ځواکونو یوه چورلکه په میانوالي سیمه کې غورځېدلې وه چې له امله یې دوه پیلوټان وژل شوي وو.






































