د زابل ولایتي چارواکي وایي، چې په یاد ولایت کې د غوڅ ملاتړ ماموریت ځواکونو پر هغو وسله والو هوایي بریدونه کړي دي، چې هڅه یې کوله د ټاکنو روانه پروسه ګډوډه کړي. د زابل د ولایت مقام د خبرپاڼې له مخې په یادو عملیاتو کې چې په شاجوی، شینکۍ، میزانې، نوبهار او ښار صفا ولسوالیو کې تر سره کړي چې له امله یې ۱۹ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او د هغوی لس موټرسایکلونه او دوه موټرونه هم له منځه وړل شوي دي. وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.




































