د لبنان د حزب الله ډلې مشر حسن نصرالله وایي، دوی به په راتلونکو اونیو او میاشتو کې د قاسم سلیماني غچ واخلي. نوموړي په یوه وینا کې ویلي امریکا باید له سیمې وایستل شي خو په خبره یې دا د میاشتو او اونیو کار نه دی، بلکې اوږدمهاله پلانونه غواړي. ده د ایران پر متحدو او ملګرو هېوادونو غږ وکړ چې د قاسم سلیماني د غچ اخیستو لپاره باید ځانونه تیار کړي. د لبنان حزب الله د ایران له ملاتړه برخمنه ډله ده چې له سپاه پاسداران سره مستقیمې اړیکې لري. امریکا یاده ډله ترهګره بولي او په تور لېست کې یې شامله کړې ده.






































